Asset 1SWN

کابل کې معترضان: حکومت د هدفي وژنو دوسيو په اړه څېړنې ځنډوي

20210217_170357-p2zwnttcdg8f9kbi3cv2br7w3v9mvcnc4fl04ckbk8

د کابل لسګونو اوسېدونکيو نن د ولسي جرګې تالار مخې ته د هدفي وژنو له زياتوالي په اندېښنې په يوه اعتراضيه راټولېدنه کې دولت په کم‌کارۍ تورن کړ او ويې ويل، یو شمېر دیني عالمان، خبریالان او مدني فعالان په مرموزه توګه وژل کېږي او دولت يې  د دوسيو څېړلو کې ځنډ کوي.

د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رييس عبدالصبور فخري په دې اعتراضيه ناسته کې له حکومته وغوښتل چې د هدفي وژنو د دوسيو څېړنو کې دې نور ځنډ نه کوي او عاملان دې پيدا او محاکمه کړي.

د فخري په وينا، تر هغه چې حکومت د يادو پېښو عاملان پيدا او محاکمه نه‌کړي، دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د اعتراض کوونکيو له ډلې شاعر او ليکوال بسم‌الله ذکي هم وايي، په هېواد کې د ناامنيو لمن تر هر بل وخت ډېره خوره شوې ده او که غوښتنو ته يې رسېدنه ونه‌شي، خپل اعتراضونه به پراخ کړي.

د ولسي جرګې له لوري بې‌پرې د حقیقت موندنې پلاوي جوړول، د هېواد په شمال کې د ډاکټر محمد عاطف په نوم د یوه پوهنتون نومول، د هدفي وژنو پای او له حکومته د خلکو د ژوند او مال ساتنه د اعتراض کوونکيو نورې غوښتنې دي.

خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، څارنوالۍ ټولو دوسيو ته رسېدګي کړې کومې چې د يادې ادراې تر کار لاندې دي.

د نوموړي په وينا، ياد بنسټ يوازې په تېرو دوه کلونو کې د خبريالانو او نورو هدفي وژنو ۲۷ دوسيو ته رسيدګي کړې. جمشېد رسولي زياتوي، د يادو پېښو په اړه يې ۶۰ کسان پېژندلي او نيولي دي.

د يادولو ده چې يوازې په تېر يوه کال کې شاوخوا ۲۰ خبريالان، ديني عالمان او يو شمېر مدني څېرې په چاودنو، بريدونو او هدفي وژنو کې وژل شوي دي. د قربانیانو کورنیو تل د دولت په کم‌کارۍ او د خپلو عزیزانو قضیو په څېړلو کې ځنډ څخه شکایت کړی دی.

  • انځور په کابل کې د وروستیو چاودنو دی

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام