پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د سلواغې ۱۳مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت پولیسو لاریون کړی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، لګسونه پولیسو پرون چهارشنبه د سلواغې ۱۲مه/ جنورۍ لومړۍ په پېښور کې د شوي ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریون کړی او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د برید په اړه څېړنې وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دغه ځانمرګي برید کې چې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ په یوه جومات کې وشو څه باندې ۱۰۰ کسان یې ووژل او له ۲۰۰ ډېر نور کسان پهکې ټپیان شوي دي. د یاد برید مسوولیت تراوسه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
په ورته مهال دا ښايي لومړی ځل وي چې د یوه هېواد پولیس د برید په اړه لاریون کوي. یوه پولیس لاریون کوونکي ساجد علي د لاریون پر مهال پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دوی د امنیت ټينګښت برخه کې واک او وسایل نهلري او دې چارې لاریون ته اړ کړي دي.
نوموړي زیاته کړه: «هرې چاودنه او برید کې پولیس وژل کېږي. موږ له خپلو مشرانو غواړو چې موږ سره ودرېږي. پولیس، افسر ټول مري او دا به تر کومه روان وي.»
لاریونوالو له حکومت غوښتنه وکړه چې د دوی غموخوري او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دې د پېښور پولیسو ته پرمختللې وسلې او وسایط ورکړي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د پېښور پولیس داسې مهال دغه لاریون کوي چې له دې وړاندې هم د دغه ایالت پولیسو له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له مرکزي حکومت د مرستې غوښتنه کړې وه، خو د پېښور د پولیسو مشر وايي، دوی په ځانبسیا دي.