د ایران په پلازمېنې تهران کې د افغانستان د ګاوڼدیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوڼده چې په حضوري او انلاین بڼې جوړه شوې وه، پکې ګډون کوونکو هېوادونو د اسلامي امارت د استازي په نه‌شتون کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي.

د یادې غونډې په پای کې ګډون کوونکو هېوادونو د یوې وینا‌پاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د رامنځ ته شوي کړکېچ مسوول هېوادونه دې په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ویناپاڼه زیاتوي چې یاد هېوادونه باید افغانستان ته اقتصادي او بشري مرستې برابرې کړي او غوښتنه شوې چې نړیوال هېوادونه دې هم له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

په ورته مهال په دغه ویناپاڼه کې په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې د وروستیو بریدونو په ګډون هر ډول ترهګریز بریدونه هم غندل شوي دي.

په همدې حال کې د چارو ځینې شنونکي بیا د تهران غونډه د افغانستان په ګټه نه، بلکې دغه ناسته د ګډون کوونکو هېوادونو په ګټه بولي او وايي چې د غونډې ګډون‌کوونکي هېوادونه په دغه ناسته کې د خپلو ګټو په لټه کې وو.

د چارو شنونکی او پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا وایي، د پرونۍ ورځې په غونډه کې ایران وښوده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. د نوموړي په وینا، سره له دې چې اسلامي امارت د شیعه‌ګانو حق ورکوي، خو ایران د تهران په غونډه کې د شیعه‌ګانو له حق څخه د سرغړونې مسئلې ته هم لمن وهله او دا به ښې پایلې ونه لري.

د هغه په خبره، د یادې غونډې یوه برخه هم د شیعه‌ګانو د حقونو پر ورکړې راټوله وه چې دا د ایران له‌خوا د افغانستان په چارو کې ښکاره لاس وهنه ده. هغه زیاته کړه، په ایران کې د شیعه‌ګانو په پرتله سوني مذهبه وګړي ډېر دي او له ایران څخه باید دا پوښتنه وشي چې ولې سونیانو ته خپل حقونه نه ورکوي.؟

د چارو یو بل شنونکی محب الله شریف بیا وایې چې ګاونډیو هېوادونو د ایران په ابتکار وغوښتل، داسی یو حل لار افغانستان ته وړاندې کړې چې د دوی ګټې پکې ډیرې رانغښتې وي.نوموړی زیاتوي چې د ایران او پاکستان هره دیپلوماتیکه هڅه باید په غور وکتل شي.

 محب‌الله شریفي زیاتوي چې په دغه غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو هڅه وکړه چې په یوه ډول نه یوه ډول خپل دریځ نړیوالو ته ورسوي او په راتلونکو غونډو کې یې په اړه له طالبانو سره چنه ووهي او طالبانو ته دا څرګنده کړي چې د دوی په حکومت کې د دغو هېوادونو د ‎پلویانو او لاس پوڅو حضور اړین دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هڅه مو وکړه چې د تهران د پرونۍ ورځې غونډې په اړه د اسلامي امارت د ویاندویانو نظر هم ترلاسه کړو، خو له هڅو سره-سره مو اړیکې ځواب نه شوې. پرون ورځ د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا ځینو رسنیو ته ویلي چې دوی نړیوالو اصولو ته ژمن دي او له سیمې او نړۍ سره ښې او انډولیزې اړیکې غواړي او هڅه کوي چې د دوی اندېښنې له منځه یوسي.

د یادونې وړ ده چې د تهران په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه وکړه چې ناټو او امریکا ته په خپلو هېوادونو کې پوځي اډې ورنه کړي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام