د افغانستان د ګاونډویو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته نن د ایران په پلازمېنې تهران کې جوړېږي. ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر سیدابراهیم ریسي د دغې ناستې پرانیسته وکړي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش به هم د دغې ناستې په تړاو خپل پیغام ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده پرون وویل چې دغه ناسته به په افغانستان کې د پراخ‌‌بنسټه حکومت جوړېدو او په دغه هېواد کې د امنیت، سولې او ثبات ټينګښت باندې راټول وي. په دغه یوه ورځنۍ ناسته کې به د ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به پکې ګډون وکړي او د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به په انلاین بڼه کې ګډون وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلامي امارت په دغه ناسته کې د ګډون لپاره نه دی وربلل شوی. دا د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه ناسته ده. له دې وړاندې د وږي په ۱۷مه یاده ناسته د پاکستان په کوربه‌توب په انلاین بڼه جوړه شوې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې تراوسه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی. دغو هېوادونو په افغانستان کې د پراخ‌بنسټه حکومت جوړېدلو سربېره، د مذهبي او قومي لږکیو او ښځو حقونو ته درناوی د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرطونه بللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام