ایران نن د افغانستان د ګاوڼدیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه‌ دی

د افغانستان د ګاونډویو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته نن د ایران په پلازمېنې تهران  کې جوړېږي. ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر سیدابراهیم ریسي د دغې ناستې پرانیسته وکړي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش به هم د دغې ناستې په تړاو خپل پیغام ورکړي.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: طالبان په رسمیت پېژنو، خو ژمنې به عملي کوي

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي مجید تخت‌روانچي پرون د دغه سازمان په غونډه کې وویل، که طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، د ایران دولت به یې په رسمیت وپېژني. هغه ویلي، طالبان باید د ټاکنو له لارې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدو، په ټاکنو کې د ښځو ګډون او د قومي، ژبني او مذهبي لږکیو حقونو ته ژمن واوسي او په عمل کې یې ثابت کړي.