په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي مجید تخت‌روانچي پرون د دغه سازمان په غونډه کې وویل، که طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، د ایران دولت به یې په رسمیت وپېژني.

د ایران استازي ویلي چې طالبان باید د ټاکنو له لارې د خلکو په ازادو رایو د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدو، په ټاکنو کې د نوماندانو او رایو ورکوونکو په توګه د ښځو ګډون او د قومي، ژبني او مذهبي لږکیو حقونو ته ژمن واوسي او په عمل کې یې ثابت کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تخت‌روانچي ټينګار وکړ چې ثبات او پرمختګ یوازې د بین‌الافغاني خبرو له لارې ممکن دی او په وینا یې، د قومي، ژبني او مذهبي لږکیو په پراخ ګډون سره دغه چاره ترلاسه کېدای شي.

هغه په خپلو خبرو کې پر پنجشېر د طالبانو برید وغانده او وې ویل، هر دولت چې افغانستان کېرپه زور واک ته ورسېږي، په رسمیت به ونه پېژندل شي.

په همدې حال کې تخت‌روانچي زیاته کړه: «په پنجشېر کې وروستی برید او ورور وژنه د نړۍ‌‌والې ټولنې له دریځ سره په ټکر کې دی چې پربنسټ یې، هر هغه دولت چې د زور له لارې افغانستان کې واک ته ورسېږي، په رسمیت به ونه پېژندل شي.»



نوموړي له طالبانو سره د راتلونکي پړاو خبرو کوربه‌توب ته چمتوالی وښود او وې ویل چې ایران به له افغانستان سره خپلې بشري مرستې، د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې دغه هېواد ته ولېږدوي.

تخت‌‌روانچي زیاته کړه، ایران چمتو دی چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې ناستې کوربه‌توب وکړي، خو نوموړي د دغې ناستې کره نېټه په ډاګه نه کړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته د طالبانو له راتلو سره هم‌‌‌مهاله د پاکستان په کوربه‌توب جوړه شوه. په دغه ناسته کې د ایران، پاکستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون درلود.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام