د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستیو ناامنیو او ځینو کلتوري ستونزو له امله د مرکز پل‌علم په ګډون، په بره‌کي برک، خوښۍ، محمداغې او څرخ ولسوالیو کې ۵۰ سلنه نجونې له لیک او لوست څخه بې‌برخې شوې دي.

د هغه په وینا، له زده‌کړو ډېری بې‌برخې شوې نجونې له لومړنۍ دورې پورته دي او د لوګر د پوهنې ریاست هڅه کوي چې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته یې ستونزې هوارې کړي.

د لوګر یوشمېر اوسېدونکي وایي، د نوي کال له پيل سره سم د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ځينو ناامنه ولسوالیو کې له څلورم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د زده‌کړو پر مخ تړل شوي دي. دوی د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د نجونو د زده‌کړو مخه ونه نیسي.

د لوګر اوسېدونکي خیرمحمد او محمدعارف وایي، په پل‌علم کې له شپږم ټولګي او په ولسوالیو کې هم له څلورم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی او وسله‌والو طالبانو کورنیو ته خبرداری ورکړی چې نجونې ښوونځیو ته ونه لېږي.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي هم په دغه ولایت کې شته ناامنۍ مني، خو زیاتوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هڅه کوي، څو په پل‌علم ښار کې د هدفي او جنايي پېښو پر مخنیوي سربېره د لویو لارو او ولسوالیو امنیت هم ټينګ کړي.

نوموړی د لوګر له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو له غړیو غواړي چې د امنیت په ټینګښت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر ولایت په ازرې، خروار او څرخ ولسوالیو کې له څلورم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو دروازې د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوې دي.

طالب وسله‌والې ډلې تر اوسه په لوګر کې د نجونو ښوونځيو د تړلو په اړه څه نه دي ویلي.

سره له دې چې یادې ډلې په رسمي توګه د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان نه دی کړی، خو وضعیت ته په کتو داسې ښکاري چې د نوي کال له پيل سره سم یې بریدونو زور اخیستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام