په کندهار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د جګړو سنګر د پخوا په پرتله ډېر تود شوی او په دې وروستیو څو ورځو کې جګړه د ولسوالیو سربېره د کندهار ښار څېرمو سیمو کې هم روانه ده چې د پوځ سربېره یې ملکیانو ته هم زیانونه اړولي دي. یوازې همدا بېګاه شپه د کندهار حوزوي روغتون ته د دوو ملکیانو په ګډون ۲۰ ټپي پولیس او د ۱۱ پولیسو جسدونه وروړل شوي دي.

د میرویس روغتون امر ډاکټر محمد داود فرهاد سلام‌وطندار ته وویل چې بېګاه شپه دغه روغتون ته د کندهار له پنجوایي، ډنډ او زېړۍ ولسوالیو سربېره د کندهار ښار اړوند له نهمې امنیتي حوزې څخه د ۱۱ وژل شویو سرتېرو جسدونه او د ۲ ملکیانو په ګډون ۲۰ تپي پولیس وروړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي ویاند تورن محمد‌صادق عیسی له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل چې تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو په پنجوایي، ډنډ او زېړۍ ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات کړي چې ۹۶ طالبان یې وژلي او ۲۲ یې ټپیان کړي دي.

خو وسله‌والو طالبانو بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دوی په دغو سیمو کې د پرمختګ په حال کې دي.

په ورته مهال ځینو سرچینو ویلي چې د دغو جګړو له امله په سیمه کې ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او ګڼ‌شمېر یې له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.



په همدې حال کې د پنجوايي، ډنډ او زېړۍ ولسوالیو کې د جګړو له امله لارې او مخابراتي شبکې تړل شوي، نو معلومه  نه ده چې څومره کورنۍ د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو له امله ګڼ‌شمېر کورنۍ له خپلو مېنو  بې‌ځایه شوي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام