Asset 1SWN

کندهار کې یو څارنوال وژل شوی

kandahar-220x165

ناپېژنده وسله‌والو چې پر موټرسایکل سپاره وو، نن سهار د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې یو څارنوال وژلی دی.

دغه څارنوال محمد نبي نومېږي او له کور نه دندې ته د تګ پر مهال وژل شوی دی.

یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط دا پېښه تاییدوي او وايي، وژل شوی کس ملکي څارنوال و.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې په کندهار کې د استیناف څارنوالي مخکینی مسوول شبیراحمد قیومي هم ناڅرګندو وسله‌والو ترور کړی و.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام