فیفا: د ټاکنیزو اصلاحاتو د طرحې نه موجوديت به د جمهوري نظام لاسته‌راوړنې له منځه یوسي

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا بنسټ نن کابل کې يوې خبري غونډې کې د ټاکنیزو بحثونو له کم‌رنګه کېدو او د اصلاحاتو له نه راوستو اندېښنه څرګنده کړه.

د فیفا بنسټ اجرايیوي رييس یوسف رشید وویل، هېواد کې د سولې بحثونو له پيل سره د ټاکنو اړوندو موضوعاتو په اړه د حکومت تمرکز کم‌رنګه شوی دی.

د کرونا دويمه څپه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶ کسان مړه او ۲۵۶ پرې اخته شوي

د عامې روغتيا وزارت په خپل ورځني راپور کې وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ويروس ۲۵۶ کسان تازه اخته شوي او ۲۶ کسان مړه شوي هم دي. ياد وزارت ويلي، په همدې موده کې له کرونا ۹۰ کسان ښه شوي هم دي.

د عامې روغتيا وزارت ورځنۍ شمېرې ښيي چې د کرونا د دويمې څپې پيلېدو سره نن د مړو شويو کسانو شمېر تر ټولو ورځو ډېر دی.

«کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي»

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د وروستيو ترهګريزو پېښو څېړنه ښيي چې کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي.

صالح وايي، له دې وروسته به بې‌اسناده موټرسایکلونه نیول کېږي او هغو موټر سایکلونو ته چې پرې دوه کسان سپاره وي، د تروریستي ګواښ په نظر کتل کېږي.

د غور د ولایتي شورا مرستیال ووژل شو

په غور کې محلي مسوولان مني چې د دغه ولایت د ولایتي شورا پر مرستیال عبدالرحمان عطشان چسپکي ماین چاودلی دی. په دې چاودنه کې چې نن شاخوا یوولس بجې شوې، ښاغلی عطشان وژل شوی او د هغه یو ساتونکی او د ولایتي شورا یو بل غړی ټپیان دي.

د کابل د والي مرستیال په یوه چاودنه کې ووژل شو

د کابل د والي مرستیال نن سهار د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۹:۴۰ دقیقې د څلورم مکروریانو په سیمه کې د کابل د والي پر مرستیال محبوب‌الله محبي د چسپکي ماین چاودنه شوې او هغه یو سکرتر یې په‌کې وژل شوي دي.