د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا بنسټ نن کابل کې يوې خبري غونډې کې د ټاکنیزو بحثونو له کمرنګه کېدو او د اصلاحاتو له نه راوستو اندېښنه څرګنده کړه.
د فیفا بنسټ اجرايیوي رييس یوسف رشید وویل، هېواد کې د سولې بحثونو له پيل سره د ټاکنو اړوندو موضوعاتو په اړه د حکومت تمرکز کمرنګه شوی دی.
د رشید په خبره، د ټاکنو څنډې ته کول او د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د سم میکانیزم نه موجوديت به د جمهوري نظام د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې له منځه یوسي.
د نوموړي په وينا، ټاکنو ته د حکومت نه پاملرنه، دا اندېښنه لا ډېروي چې د سولې په خبرو کې د حکومت مرکچي پلاوی و نه توانېږي له هغه د هېوادوالو د ارزښت او حق په توګه دفاع وکړي.
په د اړه مو د ولسمشرۍ ماڼۍ د نظر اخیستو هڅه وکړه؛ خو د ارګ ویاندویان ځواب ویلو ته حاضر نه شول.
خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي ټاکنیزو اصلاحاتو ته د حکومت نه پاملرنه سیاسي بولي او وايي، اوسنی حکومت په ټاکنو کې له پراخه درغلیو را وتی او دا حکومت د دې توان نه لري چې په ټاکنیزو چارو کې اصلاحات راولي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د غزني ولایت د ولایتي شورا او پارلماني ټاکنو له بې برخلیکۍ اندېښنه څرګندوي او وايي، په پارلماني ټاکنو کې له څو کلن ځنډ سره سره اوس هم د دې ټاکنو کېدو ته ځانګړې برنامه نشته او د ۱۴۰۰م کال د بوديجې طرحه کې هم دغې موضوع ته پاملرنه نه ده شوې.