فیفا: د ټاکنیزو اصلاحاتو د طرحې نه موجوديت به د جمهوري نظام لاستهراوړنې له منځه یوسي
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا بنسټ نن کابل کې يوې خبري غونډې کې د ټاکنیزو بحثونو له کمرنګه کېدو او د اصلاحاتو له نه راوستو اندېښنه څرګنده کړه.
د فیفا بنسټ اجرايیوي رييس یوسف رشید وویل، هېواد کې د سولې بحثونو له پيل سره د ټاکنو اړوندو موضوعاتو په اړه د حکومت تمرکز کمرنګه شوی دی.