دا چې د کورونا ویروس دويمه څپه په ټوله نړۍ کې خپره شوې او په افغانستان کې یې هم د خلکو په ورځني ژوند منفي اغېز کړی؛ نو غزني کې هم دغه ويروس ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی، د خلکو پر ژوند او اقتصاد يې منفي اغېزه کړې او اندېښنې يې زياتې کړي دي.

د غزني اوسېدونکی یار محمد وایي، د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله په دې ولايت کې د سون توکيو، ژمنۍ جامو او خوراکي توکيو بيې لوړې شوې دي.

د دې ولايت بل اوسېدونکی شمس غزنوي وايي، د کورونا ویروس دويمې څپې ته د خلکو پاملرنه کمه ده او په‌کار ده چې له یخې هوا ځان وساتل شي.

د ياد ويروس د خپراوي مخنيوي لپاره بايد خپلمنځي واټن مراعت کړل شي او همدارنګه د ویټامین لرونکيو خوراکي توکيو په خوړلو سره خپل بدن تقویه کړي او له ماسکه کار واخلي.

د غزني ولايت د عامې روغتیا ريیس ډاکټر ظاهر شاه نېکمل وايي، د کورونا ویروس د دويمې څپې له پيله غزني کې مثبتې پېښې د لومړۍ څپې په پرتله زیاتې شوي ځکه چې هوا يخه شوې او خلک روغتیایي لارښوونې نه عملي کوي.

نېکمل وايي، له کورونا ویروس سره مبارزې لپاره يې يو شمېر کارونه کړي چې له دې ډلې د کورونا شل بستریز روغتون يې په دېرش بستر‎يز بدل کړی، د روغتيايي کارکوونکيو ظرفیت يې لوړ کړی، د دوی طبي تجهزات اکمال شوي، د برښنا او وینټلېټور ستونزه یې حل شوې او پوره شمېر کارکوونکي لري.

نوموړی زیاتوي، د ياد ولايت په ټولو ولسواليو کې يې یو یو کس د کورونا  ویروس د شکمنو پېښو تشخيص لپاره ګمارلی دی چې هملته يې درملنه وکړي او که چېرته کومه پېښه جدي وي نو مرکز ته یې ولېږدوي.

نېکمل زياتوي په دې اړه به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

غزني ولايت – رڼا راډيو

دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د رڼا راډیو پر غاړه دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام