د عامې روغتیا وزارت په تېره یوه مېاشت کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر د تېرې مېاشتې په پرتله له ۶۰ تر ۷۰ سلنې ډېروالي خبر ورکوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي سلام‌وطندار ته ویلي، په تېرو مېاشتو کې د کورونا ویروس د ازمایښتونو په مرکزونو کې له ۱۵۰۰ تر ۱۷۰۰ شکمنې پېښې ازمایل کېدې چې له ډلې به یې له ۲۰ تر ۳۰ هغه مثبتې ختلې، خو له یوې میاشتې راهیسې پر کورونا ویروس د ۱۷۰۰ شکمنو پېښو له ډلې چې کتل کېږي، له ۸۰ تر ۱۳۰ پېښې مثبتې پېژندل کېږي.

علیزی په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو د شمېر ډېروالی ایران او پاکستان ته د افغانانو تګ‌راتګ، روغتیايي لارښوونو، په ځانګړې توګه د ټولنیز واټن په پام کې نه نیول، د لاسونو نه مینځل او د ماسک نه کارول په ګوته کوي.

نوموړی خبرداری ورکوي، که هېوادوال روغتیایي سپارښتنو ته پام و نه کړي، پر کورونا ویروس د اخته کسانو او قربانیانو شمېر به له دې هم ډېر شي.

میرویس علیزی اندېښنه ښيي چې ډېر شمېر کسان روغتیایي سپارښتنو ته پام نه کوي چې په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو لمن به نوره هم پراخه کړي.

هغه له خلکو غواړي چې د عامې روغتیا وزارت روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي او خپله کورنۍ او ټولنه خوندي وساتي.

بله‌خوا یوشمېر ښاریان روغتیایي سپارښتنو ته نه پام او د کورونا ویروس بابېزه ګڼل یو جدي ګواښ ګڼي او د مخنیوي لپاره یې له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې خلکو ته عامه پوهاوی زیات کړي.

د هرات اوسېدونکي غلام‌فاروق راسب او قدرت‌الله وایي، نه یوازې د دوی په ګډون ګڼ‌شمېر خلک روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي، بلکې د دغه وژونکي ویروس په اړه لا هم سم پوهاوی نه لري.

د دوی په خبره، خلک باور لري چې دغه ویروس نور په افغانستان کې نشته، خو داسې نه ده او هره ورځ پرې لسګونه کسان اخته کېږي او ځینې یې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د کورونا ویروس د مثبتو پېښو ډېروالي په درشل کې داسې مهال خبرداری ورکوي چې د دغه وزارت د چهارشنبې ورځې د شمېرو له مخې یې په یوه شپه او ورځ کې د ۱۷۰۶ شکمنو کسانو نمونې کتلي چې له ډلې یې ۱۳۳ پېښې مثبتې ختلي او له ډلې یې ۴ کسان هم مړه شوي دي. د دغو تازه شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۸ زره او ۳۴۶ ته رسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام