د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست: بهرني بنسټونه دې د ۳۲ نابشپړو پروژو چارې بیا پیل کړي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په چاپېریال ساتنې برخه کې د ۳۲ نابشپړو پروژو بېرته پیل کړي.
د دې ادارې مسوولانو د لړم په دوه‌ویشتمه، د دوشنبې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې بهرني بنسټونه باید بشري مسایلو ته سیاسي رنګ ور نه کړي.

ننګرهار کې پر مېرمنو د کورونا اغېزې

ننګرهار د سرحدي ولايتونو له ډلې یو هغه دی چې اوسېدونکي یې د کورونا ويروس له ګواښ سره لاس او ګرېوان وو. دغه ولایت ته له کوزې پښتونخوا څخه د مسافرو او کډوالو راتګ هغه څه و چي د کورونا ويروس د خپرېدو په اړه یې خلک اندېښمن کړي وو. اوس يوشمېر مېرمنې وایي، له یوې خوا یې کورونا د وجود مقاومت کمزوری کړی او بله‌خوا د بې‌کارۍ له کبله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دوی په وینا، د نارینه‌وو ډېر وخت پر کور پاتې کېدل، د خاوند او مېرمنې ترمنځ د تاوتریخوالي لامل شوي دي.

غزني ولايت کې د کورونا ويروس د دويمې څپې منفي اغېزې

دا چې د کورونا ویروس دويمه څپه په ټوله نړۍ کې خپره شوې او په افغانستان کې یې هم د خلکو په ورځني ژوند منفي اغېز کړی؛ نو غزني کې هم دغه ويروس ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی، د خلکو پر ژوند او اقتصاد يې منفي اغېزه کړې او اندېښنې يې زياتې کړي دي.