ننګرهار د سرحدي ولايتونو له ډلې یو هغه دی چې اوسېدونکي یې د کورونا ويروس له ګواښ سره لاس او ګرېوان وو. دغه ولایت ته له کوزې پښتونخوا څخه د مسافرو او کډوالو راتګ هغه څه و چي د کورونا ويروس د خپرېدو په اړه یې خلک اندېښمن کړي وو.

اوس يوشمېر مېرمنې وایي، له یوې خوا یې کورونا د وجود مقاومت کمزوری کړی او بله‌خوا د بې‌کارۍ له کبله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دوی په وینا، د نارینه‌وو ډېر وخت پر کور پاتې کېدل، د خاوند او مېرمنې ترمنځ د تاوتریخوالي لامل شوي دي.

د ننګرهار یوې اوسېدونکې حسنا په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې له کورونا مخکې یې ارامه وه او ژوند یې په خوښۍ تېراوه، خو په وینا یې، اوس یې زغم له لاسه ورکړی او ژر ناهیلې کېږي. هغه وايي، کورونا پر خلکو، په ځانګړي ډول مېرمنو ډېرې منفي اغېزې کړې دي.

د ننګرهار یوه بله اوسېدونکې حسینه هم د کورونا له منفي اغېزو سر ټکوي او وايي، د خلکو ډېرې خبرې، ډېر سوچ او فکر، د کاروبار او ښو خوړو نشتوالی او اقتصادي ستونزې په دغه ولایت کې د مېرمنو لپاره د اندېښنې وړ ستونزې وې چې منفي اغېزې یې لا هم پرې پرتې دي.

په همدې حال کې ډاکټر مصطفی عبيد وايي، د کورونا پر مهال مېرمنو ته د مناسبو خوړو نه رسېدل د هغوی د وجود مقاومت کمزوری کوي او په وینا یې، هغه خواړه باید ډېر وکاروي چې ویټامینونه لري.

نوموړي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې په لومړیو کې د کورونا په اړه د خلکو ذهنیتونه برابر نه وو او همدا لامل و چې خلک یې له ګڼو اندېښنو او رواني ستونزو سره مخامخ کړل. د هغه په خبره، پر هغو کسانو چې لا هم د کورونا اغېزې شته، د وخت په تېرېدو او د ویټامین لرونکو خوړو په کارولو سره به بېرته ښه شي.

د عبید په خبره، هغه ناورغان چې مخ په ښه کېدو دي، بايد د ټولني خلک ورسره صميمانه وي او خپله هم ويټامين لرونکي خواړه وکاروي، څو د وجود بايللی مقاومت بېرته ترلاسه کړي.

ننګرهارۍ مېرمنې له دولت او نورو مسوولو ادارو غواړي چې خپل مسوولیت په سم ډول ادا او د مېرمنو ستونزې حل کړي.

مرام راډیو‌-‌ننگرهار


دغه راپور د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د منځپانګې مسوولیت یې یوازې د مرام راډیو پر غاړه دی او د اروپايي ټولنې لیدلوری نه ښيي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام