Asset 1SWN

هرات کې نورو ته د واده شویو مېرمنو د نکاح په تور درې کسان نیول شوي

ae44af76-6921-406d-b65f-095c686ae90b

د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې هغه درې کسان نیول شوي چې نورو ته به یې واده شوې مېرمنې په نکاح کولې.

د هرات د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت د انساني قاچاق او جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت انجیل ولسوالي کې هغه درې کسان نیولي چې له بېلابېلو لارو به یې خلکو ته واده شوې مېرمنې په نکاح کولې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د انجیل ولسوالي په چهارباغ فیروزه سیمه کې د انساني قاچاق او جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د پرسونل له‌خوا نیول شوي دي.

په ورته مهال په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نیول شویو کسانو دوسیې د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې نیول شوي کسان د یوې اته کسیزې ډلې غړي دي چې پنځه نور کسان یې هم تر څار لاندې دي او ډېر ژر به ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام