د سوداګریزو توکو سلګونه بار موټر د سپین‌بولدک‌-‌چمن دروازې دواړو خواوو ته بند دي

له هغه وروسته چې د تېرې یکشنبې په ورځ کندهار کې د سپین‌بولدک‌ـ‌چمن پر دروازې د یوه ناڅرګنده وسله‌وال کس له لوري پر پاکستاني ملېشو برید کې یو پاکستانی ووژل شو او څو نور ټپیان شول، د دواړو لوریو ترمنځ وسله‌واله نښته هم وشوه او یاده لاره وتړل شوه.

ملګري‌ملتونه پروان کې د ۴۰۰زره ډالرو په ارزښت ښوونځی جوړوي

د پروان محلي مسوولان وايي چې د مرکز چاریکار ښار اړوند ۱۱مه حوزه کې د ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه ښوونځي د رغېدو ډبره کېښودل شوه. د پروان د والي ویاند عبیدالله امین‌زاده سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ښوونځي د رغولو چارې د کډوالو په چارو کې د ملګرو‌ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري پرون پیل شوې.

هلمند کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورل شوی

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په موسی‌قلعه ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورل شوی دی.

د یاد ولایت د مسوولانو په وینا، دغه ماشوم پرون ناوخته د موسی‌قلعه ولسوالي په «لوی تل» سیمه کې ژورې څاه ته لوېدلی و چې بېګاه شپه ناوخته ژغورل شوی دی.