په پکتیا کې یوه امنیتي سرچینه وايي، د اسلامي امارت ځواکونه او پاکستانۍ ملېشې نن مازدیګر شاوخوا څلورنیمې بجې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالي کې د ډیورنډ فرضي کرښې په «خرلاڅي» دروازه کې سره نښتي دي.
د سرچینې په وینا، دا نښته هغه مهال پیل شوې چې پاکستانۍ ملېشو د قوانینو خلاف ډزې کړي او د اسلامي امارت ځواکونو یې په ځواب کې پر هغوی بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې نښته نږدې نیم ساعت روانه وه او له کبله یې د اسلامي امارت دوه ځواکونه برسېرن ټپیان شوي، خو پاکستاني لوري ته بیا د اوښتې مرکژوبلې په اړه معلومات نشته.
دا امنیتي سرچینه وايي چې تر اوسه د دې نښتې لامل نهدی روښانه شوی.
په همدې حال کې د ۲۰۳ منصوري قولاردو ویاند محمدیار جواد هم سلاموطندار سره په مرکه کې نښته تایید کړې او ویلي یې دي چې پاکستانۍ ملېشو لومړی سرغړونه کړې او د اسلامي امارت ځواکونو د ځان د دفاع لپاره پرې برید کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي، په دې نښته کې د اسلامي امارت ځواکونو ته زیان نهدی رسېدلی او په خبره یې، وضعیت اوس کنټرول شوی دی.
د یادونې ده چې د اسلامي امارت ځواکونه او پاکستانۍ ملېشې تر دې مخکې هم په دې سیمه کې سره نښتي او دوه ورځې وړاندې بیا د کندهار په سپینبولدک کې ورسره ونښتل.