د اسلامي امارت او د ګاونډو هېوادونو د پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ د تېرو یوولس نیمو میاشتو پرمهال ۹ځله نښتې رامنځته شوي دي.

د تېر کال د غبرګولي میاشتې په ۱۳مه ځینو رسنیو د خپلو ځايي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې د جوزجان د خماب ولسوالي سرحدي سیمه کې د اسلامي امارت او د ترکمنستان پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې وروسته د اسلامي امارت حکومت د دغې نښتې رامنځته کېدل رد کړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې پېښې وروسته د روان کال د غويي «ثور» میاشتې په ۲۵مه  د کندوز د امام‌صاحب ولسوالي شېرخان بندر کې د تاجکستان او د اسلامي امارت د سرتېرو ترمنځ تر ژبنۍ شخړې وروسته نښته وشوه.

د راپورونو پربنسټ، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د پاکستاني او د اسلامي امارت د پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ درې ځله نښتې رامنځته شوې ده.

د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ لومړۍ نښته د ۱۴۰۰م کال د حوت په ۵مه نېټه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې وشوه چې په کې د دوو تنو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.

د دواړو لوریو ترمنځ دویم ځل نښته هم د ۱۴۰۱ کال د وري په ۱۸مه نېټه وروسته له هغې وشوه چې د اسلامي امارت ځواکونو د یوه پاکستاني جنرال پر چورلکې ډزې وکړې.

له هغې وروسته د روان کال د وري میاشتې په ۲۸مه هم د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ پکتیا ولایت کې نښته وشوه.

په همدې ترتیب، د اسلامي امارت او د ایران سرحدي ځواکونو ترمنځ هم د تېر کال لیندۍ او کب میاشتو او د سږ کال چنګاښ او زمري میاشتو کې څلور ځله نښتې شوي دي.

ایراني ځواکونو سره د لومړي او دویم ځل د نښتو تلفاتو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي او درېیم ځل نښته کې چې د روان کال د سرطان میاشتې په اوومه وشوه، یو ایراني سرتېری ووژل شو.

د دغې نښتې لامل هم پر یوه افغان ماشوم د ایران ځواکونو له لوري ډزې کول بلل شوی دی.

د ایران او اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښته چې تېره ورځ وشوه، سرچینې د اسلامي امارت د یوه سرتیري د وژل کېدو او د یوه بل ټپي کېدو خبر ورکړی.

دغه نښته د ایراني چارواکو جدي غبرګونونو سره مخ شوه او لامل یې هم سرحدي مسایلو سره د اسلامي امارت د ځواکونو نااشنايي وباله.

که څه هم د افغانستان په چارو کې د ایران استازي وویل، د نښتې په اړه یې د اسلامي امارت د دفاع وزارت سره غونډه کړې، خو د اسلامي امارد د دفاع وزارت د دغې غونډې تایید یا رد په اړه څه نه وايي او د نښتې رامنځ ته کېدو لامل هم سوءتفاهم بولي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي سلام‌وطندار ته وویل:«د تېرې ورځې نښته د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې، اوس هواره شوې او وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی. د دفاع وزارت سرپرست تل د مسایلو پر سوله‌ییز حل ټينګار کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې له دوو ورځو راهیسې د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې د افغانستان او پاکستان پر فرضي کرښه هم د ستونزو له امله دروازه د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د پکتیا د اطلاعات او فرهنګ رییس خالقیار احمدزی په یاده فرضي کرښه کې ستونزې مني، خو زیاتوي چې هڅې روانې دي، څو د خبرو له لارې شته ستونزو ته حل لاره ولټول شي.

له دې سره شنونکي نورو هېوادونو سره پولو کې نښتې او ستونزې د سیمې د امنیت په زیان بولي او ټینګار کوي چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

سیاسي شنونکي طارق فرهادي وویل چې ایران او پاکستان سره پر پوله نښتې بېلابېل لاملونه لري چې اوسنی حکومت باید ورته جدي پام وکړي.

نوموړي وویل: «پاکستان سره د نښتو لاملونه پاکستاني طا لبان دي. همداراز د انساني قاچاق، نشه‌يي توکو قاچاق، اوبه او د پوله‌ساتو ځواکونو کافي نه روزنه یې هم لاملونه کېدای شي چې اوسنی حکومت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت حکومت تراوسه څو ځله د سرحدي مسایلو په اړه ایراني چارواکو سره خبرې کړي، خو لکه څنګه چې ښکاري دغو مذاکراتو مثبته پایله نه ده ورکړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام