Asset 1SWN

عمران خان: امریکا نوره د خپل حکومت د پرځېدو له امله نه تورنوم

1843_20220825_IMRAN_10

د پاکستان پرځول شوی مخکینی لومړی وزیر عمران‌خان وايي چې نوموړی له دې وروسته د خپل حکومت پرځېدو کې امریکا نه تورنوي.

عمران خان دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نوموړي له دې وړاندې هرې غونډې او مرکه کې د وینا پر مهال په امریکا تور لګاوه چې د حکومت په پرځېدو کې یې لاس درلود.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پاکستاني رسنیو نن سه‌شنبه د لړم ۲۴مه راپور ورکړی چې عمران خان له یوې بریټانیوۍ رسنۍ سره په مرکه کې د ده له لوري پر امریکا له لګول شویو تورونو په شاه شو او ویلي یې دي چې دا خبرې اوس شا ته پاتې دي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره مرکه کې عمران خان ویلي: «دا خبره اوس ختمه شوه او شا ته پاتې ده.» د رسنیو د راپورونو له مخې، د عمران خان دغو څرګندونو پاکستان کې د نوموړي مخالفان حیران کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیرې مریم اورنګزېب د عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې پر امریکا د نوموړي تورونو پاکستان ته زیان رسولی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې یو‌شمېر پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې هم ویلي چې له خپلو تورونو د عمران‌ خان په شاکېدل، ښايي د نوموړي له لوري یوه بله لوبه پیلېدونکي وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام