پاکستاني رسنیو نن یکشبنه د لړم ۱۵مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف یوې خبري ناسته کې د عمرانخان هغه تورونه رد کړي چې ګواکې پر نوموړي شوي برید کې د ده او پوځي چارواکو لاس وو.
شهباز شریف زیاته کړې چې نوموړی پر عمرانخان په شوي برید کې لاس نه لري او که چا یې لاس لرل ثابت کړل، په وینا یې، د تل لپاره به سیاست پرېږدي.
عمرانخان پر نوموړي له برید وروسته ویلي چې دغه برید د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر او یوه لوړپوړي پوځي چارواکي له لوري شوی دی.
خو عمرانخان د خپلې دې ادعا لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د پاکستان پوځ هم په یوې خبرپاڼه کې د عمرانخان تورونه رد کړي او له حکومت یې غوښتنه کړې چې د عمرانخان د بېځایه تورونو په اړه له نوموړي سره قانوني چلن وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
عمرانخان څو ورځې وړاندې په دغه هېواد کې د یوه لاریون پر مهال د یوه وسلهوال کس لهخوا تر برید لاندې راغی او په پښه ټپي شو. له نوموړي سره د تحریک انصاف ګوند دوه نور مخکښ غړي هم ټپیان شوي دي.