Asset 1SWN

نېډ پرایس: امریکا تل پاکستان د خپلو ګټو لپاره مهم ګڼلی

ند-پرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته ویلي چې امریکا تل پاکستان سره اړیکو ته ارزښت ورکړی او دغه هېواد یې د خپلو ګټو لپاره مهم ګڼلی دی.

نېډ پرایس همداراز دې خبري ناسته کې یو ځل بیا د عمران‌خان هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د نوموړي د حکومت په پرځېدو کې امریکا لاس درلود.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دغه تورونه حقیقت نه‌لري او چاته به اجازه ورنه‌کړي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ خنډ جوړ شي.

نوموړي ویلي: «موږ د ناسمو معلوماتو پر ضد مبارزه کوو، څو ځله مې ویلي چې دغه تورونه هېڅ حقيقت نه‌لري او چاته اجازه نه ورکوو چې د پروپاګندا له لارې د پاکستان سره د دوه اړخیزو اړيکو پر وړاندې خنډ جوړ شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران‌خان په وار وار ویلي چې د امریکا په لمسون په کور دننه د یوې ځانګړې کړۍ په مرسته یې حکومت نسکور شوی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام