د فرانسې خبري اژانس د خپلو سرچینې له قوله راپور ورکړی چې امریکا او برېټانیې په کابل ښار کې له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې هر څه ژر دې په کابل ښار کې د سرینا هوټل څخه ووځي. دغه خبري اژانس ویلي، یاد خبرداری د امنیتي ګواښ له امله دی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرداریز پيغام کې له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې د کابل سرینا هوټل ته دې له تګ راتګ ډډه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه پیغام کې له امریکايي وګړو غوښتنه شوې چې په دغه هوټل کې د لوړ امنیتي ګواښ له امله دې هر څه ژر دغه هوټل پرېږدي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه احتمالي ګواښ د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له پرون ورځې راهیسې د کابل سرینا هوټل ته غځېدلې ټولې لارې د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوي او د اسلامي امارت ځواکونه د دغه هوټل شاوخوا تر سترګو کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل سرینا هوټل په پلازمېنه کابل کې موقعیت لري چې په وروستیو کلونو کې د ګڼو بهرنیو مېلمنو ګوربه وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام