
فاریاب کې د هلک او نجلۍ اړیکه؛ پلار خپله لور وژلې
فاریاب کې یوه سرچینه وايي چې دغه ولایت کې یوه پلار له هلک سره د اړیکې لرلو په تور خپله لور وژلې ده.
دا پېښه د جمعې په ورځ د فاریاب د بلچراغ ولسوالي په قورچي سیمه کې شوې ده.

فاریاب کې یوه سرچینه وايي چې دغه ولایت کې یوه پلار له هلک سره د اړیکې لرلو په تور خپله لور وژلې ده.
دا پېښه د جمعې په ورځ د فاریاب د بلچراغ ولسوالي په قورچي سیمه کې شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته ویلي چې امریکا تل پاکستان سره اړیکو ته ارزښت ورکړی او دغه هېواد یې د خپلو ګټو لپاره مهم ګڼلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ له عبدالله عبدالله سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه ټيلیفوني خبرې پرون شوي او افغانستان کې یې د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي ټيلیفوني خبرې کړي دي. سپېنې ماڼۍ ویلي چې دواړه ولسمشران په دې ټيلیفوني اړیکه کې نیم ساعت غږېدلي.

هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې هند د لومړي ځل لپاره د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون، له ځینو نورو طالب چارواکو سره اړیکه نیولې ده. د هندوستان ټایمز د راپور له مخې چې نن خپور شوی، دا اړیکه د امنیتي چارواکو له لوري نیول شوې ده.