Asset 1SWN

فاریاب کې د هلک او نجلۍ اړیکه؛ پلار خپله لور وژلې

Qaisaar-Faryab-pn7um98zs9gqo883fxn22wstarmp8jj9wbc8ugl4so

فاریاب کې یوه سرچینه وايي چې دغه ولایت کې یوه پلار له هلک سره د اړیکې لرلو په تور خپله لور وژلې ده. دا پېښه د جمعې په ورځ د فاریاب د بلچراغ ولسوالي په قورچي سیمه کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرچینې په وینا، یو ۱۶ کلن هلک د نجلۍ لیدلو لپاره د هغې کور ته ورغلی، خو د نجلۍ دوو خپلوانو نیولی دی.

سرچینه زیاتوی، هلک د ځان خوشې کولو په موخه یاد کسان په چاکو وهلي او تښتېدلی، خو وروسته د سیمې اوسېدونکو له لوري نیول شوی او ډبول شوی دی.

سرچینه وايي، د نجلۍ پلار چې له دې پېښې خبر شوی، کور ته تللی او لور یې له ستونې نیولې او وژلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بُت‌شکن وايي، امنیتي ځواکونو د نجلۍ پلار او هغه هلک نیولي چې د سړي له لور سره د اړیکو په لرلو تورن دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام