د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ له عبدالله عبدالله سره ښوونځیو ته د نجونو زده‌کوونکو د تللو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه ټيلیفوني خبرې پرون شوي او افغانستان کې یې د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې په دغې ټيلیفوني اړیکه کې ښوونځیو ته د نجونو زده‌کوونکو د ژر تر ژره بېرته ګرځېدو په اړه هم خبرې شوې دي.

توماس وېسټ تېره اوونۍ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم په یوې ټیلیفوني اړیکه کې د نجونو زده‌کوونکو پر زده‌کړو د محدودیت په اړه خپله اندېښنه ښودلې وه.

نوموړي ویلي و چې دغه محدودیتونه له افغانانو سره د اسلامي امارت د ژمنې خلاف دی چې د ښځو او نجونو حقونه نقضوي او د هېواد راتلونکی د کمزورۍ لور ته بیايي.

د امریکا ځانګړي استازي له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې وه چې د افغانستان د قومي مخورو غوښتنو ته پام وکړي، څو د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لرې شي.

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته هېواد کې د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي وتړل شول. ټاکل شوې وه چې له میاشتو ځنډ وورسته د روان کال وري میاشتې په درېیمه نېټه ښوونځي بېرته پرانستل شي، خو د پوهنې وزارت په هماغه ورځ اعلان وکړ چې د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلې پاتې وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نجونو ښوونځیو نه پرانستلو ته په غبرګون کې که څه هم نړیوالې ټولنې او سازمانونو له اسلامي امارت څخه په وار وار غوښتنه کړې چې ښوونځي بېرته پرانیزي، خو اسلامي امارت تراوسه د دوی غوښتنو ته پام نه دی کړی او په دې برخه کې یې د یوې شرعي طرحې پر جوړېدو ټينګار کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام