Asset 1SWN

د ا.ا د مشر اختریز پیغام؛ افغان نجونې: زموږ پر زده‌کړو لګېدلی بندیز لرې کړئ

000_9NK8G3-1_1200x768

د ا.ا مشر هبت‌الله اخوندزاده پرون د خپل اختریز پیغام په یوه برخه کې د ښوونې او روزنې پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د زده‌کړو او پوهې د پرمختګ لپاره پر ګټورو پلانونو کار کوي.

خو کابل کې یوشمېر زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې د دې وینا په غبرګون کې وايي، تمه لري چې د ا.ا مشر به د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه لرې او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به یې پر مخ پرانېزي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې محدثه وايي: «هیله‌منده وم چې د ا.ا مشر به د ښوونځي او پوهنتون د پرانېستلو په اړه ووايي او ټولو نجونو دا هیله لرله، خو هغه زده‌کړو ته د نجونو د تګ هېڅ یادونه نه‌ده کړې او دې مسلې ته ډېرې اندېښمنې یوو. هیله لرو چې نجونې بیا خپلو هیلو او زده‌کړو ته راوګرځي.»

د دولسم ټولګي زده‌کوونکې نجمه هم وايي، تمه یې لرله چې د ا.ا مشر به په خپل اختریز پیغام کې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه لرې کړي. هغه زیاتوي: «موږ خوشبینه یوو چې اسلامي امارت به د ښوونځیو دروازې پرانېزي. هیله ده له اختر وروسته خپلو زده‌کړو ستنې شوو. که ا.ا غواړي چې زده‌کړو او پوهې ته پراختیا ورکړي، اړتیا ده چې ټول ښوونځي او پوهنتون ته وګرځي او باسواده نسل جوړ شي.»

بله‌خوا کابل کې د یوه دولتي پوهنتون د درېیم کال محصله نیلوفر وايي: «نجونې په تمه وې چې د ا.ا مشر به د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانېستل کېدو ته اشاره وکړي. موږ د اسلامي امارت له مشرتابه غواړو چې ټولو ته په مساوي ډول د زده‌کړې او پرمختګ اسانتیاوې برابرې کړي او نجونې بېرته خپلې زده‌کړې وکړي.»

د ښځو حقونو فعاله مریم معروف هم وايي، افغان نجونو تمه لرله چې د اسلامي امارت مشر به یې په خپل اختریز پیغام کې د زده‌کړو برخلیک روښانه کړي. د هغې په وینا، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو په پرانېستل کېدو سره به تر یوې کچې ټولنیز عدالت هم پلی شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړې زیاتوي: «افغانان په تمه دي چې د نجونو پرخلیک روښانه شي. افغان نجونې نن تر بل هر وخته ډېر محرومیت او محکومیت تجربه کوي. تر کله به ښوونځي او پوهنتونونه تړلي وي. که واکمن لوری د عدالت د ټینګښت ادعا کوي، باید په خپلو خبرو او عمل کې یې لپاره هڅې وکړي. ښځې باید خپل ځای ته راوګرځي.»

نږدې دوه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې ښوونځي ته نه ځي او له څو میاشتو راهیسې د نجونو زده‌کړیالانو پر مخ هم د پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي. دغه راز، اسلامي امارت په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینه‌وو پر کار هم بندیز لګولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام