Asset 1SWN

د نجونو ښوونځیو تړل‌کېدل؛ معترضې نجونې: زده‌کړه‌ مو حق دی

b93a86fa-58eb-4429-b0a5-a7a7e04d06c1-pwywqdxy1w0fqztjr52lza1bgrwsntcsra3u24vgy0

یو‌شمېر نجونو نن یکشنبه د لړم اتمه هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل‌کېدو په غبرګون کې اعتراض کړی.

دغه نجونې چې په یوه نامعلومه سرپټي ځای کې سره ټولې شوې وې، د ښوونځیو د تړل‌کېدو او د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د نجونو زده‌کړیالانو د شړلو په غبرګون کې اعتراض کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغو اعتراض کوونکو د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره ویلي: «زده‌کړه د هر افغان او اساسي او مسلم حق دی، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حق دی.»

په ورته مهال اعتراض کوونکو نړیواله ټولنه د هغه څه پر وړاندې چې دوی یې د اسلامي امارت له لوري پر ښځو او نجونو محدودیت بولي، پر چوپتیا نیوکه وکړه او هغه یې وغندله.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي: «څه باندې ۴۰۰ ورځې کېږي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي. ښځو ته سپکاوی کېږي، د ډوډۍ لپاره څه نه‌لري، خو نړۍ یې پر وړاندې چوپه ده. لکه څنګه چې ریچارډ بنټ ویلي، نړۍ په ژور خوب ویده ده.»

دا په داسې مهال دی چې څه باندې ۴۰۰ ورځې کېږي چې افغانستان له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې له ښوونځیو راګرځول شوي دي.

هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل‌کېدو په غبرګون کې په وار وار لاریونونه شوي، خو اسلامي امارت تراوسه د ښوونځیو بیاپرانېستلو په اړه پرېکړې نه ده کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد څه ورځې وړاندې ترکیه کې د یوې غونډې پرمهال ویلي و چې د نجونو د ښوونځیو بیاپرانېستل هرومرو دي، خو د پرانېستلو د کره نېټې په اړه یې څه ونه ویل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام