د ا.ا د ځواکونو له ناسم چلن څخه د خلکو شکایت

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار مشر ویلي، افغانستان کې د مسلکي پولیسو نه موجودیت لامل شوی چې له ښځو سره ناسم چلن وشي.
د دې ادارې رییس جان سوپکو ایټالیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، د اسلامي امارت غړي خپل‌سري بللي او هغوی یې له نجونو او ښځو سره پر نامسلکي چلن تورن کړي دي. بله‌خوا یوشمېر افغانان هم شکایت کوي چې پولیس ورسره پر لویو لارو او ښار کې مسلکي چلن نه کوي.

سراج‌الدین حقاني د یوناما مشرې ته د همکارۍ ډاډ ورکړی

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما له مشرې روزا اوټونبایوا او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو له همغږي‌کوونکي رامز الاکبروف سره لیدلي دي.

کابل ښاریان د ډبرو سکرو د بیې او پلورونکي یې د تعرفې له لوړوالي شکایت کوي

دا چې ژمی په رارسېدو دی او خلک غواړي چې د اړتیا وړ سون‌توکي وپېري، خو سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د ډبرو سکرو بیه ډېره لوړه شوې ده.
کابل ښاریان وايي، له یوې خوا وزګاره او بې‌وسه دي او بله‌خوا د ژمي په را رسېدو سره ښار کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي.

پکتیا کې معلولان: حکومت دې زموږ حقوق پر وخت راکړي

پکتیا کې یوشمېر معلولان نیوکه کوي چې مالي حقوق یې پر خپل وخت نه ورکول کېږي چې  له امله یې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی نن مرکز ګردېز ښار کې یوې غونډې ته ویلي، د تېر حکومت پر مهال ورته ټاکل شوي حقوق چې هر کال به معلولانو ترلاسه کول، اوس په بېلابېلو پلمو ځنډېږي او دوی یې سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

حکومت د کابل په لوېدیځ کې خلک د امنیتي کمرو لګولو ته اړ کړي

د کابل په لوېدیځ د دشت‌برچي سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې سرپرست حکومت دوی د خپلو کورونو د دروازو پر سر د امنیتي کمرو لګولو ته اړ کړي دي.

د دشت‌برچي اوسېدونکی عبدالهادي امیني سلام‌وطندار ته وايي چې حکومت د یادې سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي اړ کړي، څو د خپلو کورونو دروازو او ودانیو پر سر امنیتي کمرې فعالې کړي.

د نجونو ښوونځیو تړل‌کېدل؛ معترضې نجونې: زده‌کړه‌ مو حق دی

یو‌شمېر نجونو نن یکشنبه د لړم اتمه هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل‌کېدو په غبرګون کې اعتراض کړی.

دغه نجونې چې په یوه نامعلومه سرپټي ځای کې سره ټولې شوې وې، د ښوونځیو د تړل‌کېدو او د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د نجونو زده‌کړیالانو د شړلو په غبرګون کې اعتراض کړی دی.