د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما له مشرې روزا اوټونبایوا او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو له همغږي‌کوونکي رامز الاکبروف سره لیدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه وزارت زیاته کړې چې روزا اوټونبایوا د دې لیدنې پر مهال په خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړېدو پروژې د امنیت ټینګښت برخه کې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه ستاینه کړې ده.

خبرپاڼه لیکي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم د ملګرو ملتونو د کاري خوندیتوب، د امنیت ټینګښت او ورسره د نورو همکاریو برخه کې د یوناما مشرې ته ډاډ ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما په ګډون، له هغو هېوادونو هم مننه کړې چې خوست او پکتیکا کې یې د زلزله ځپلو لاسنیوی کړی او همکارۍ ورسره کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام