د اسلامي امارت سرپرست حکومت د بشرحقونو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یو یوناما کلنی راپور بې‌بنسټه بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د بشر حقونو په اړه د یوناما کلني راپور ته په غبرګون کې ویلي: «افغانستان کې د بشرحقونو په اړه د یوناما راپور حقیقت نه‌لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «هېواد هېڅ ډول خپل‌سریو وژنو او نیونو ته اجازه نه ورکول کېږي. که څوک خپل‌سرې وژنه او نیونه کوي، خپله مجرم دی او شرعي چلن به وسره وشي.»

په ورته مهال د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې چې افغانستان د بشر حقونو وضعیت په اړه د یوناما تازه خپور شوی کلنی راپور «بې‌بنسټه او پروپاګند» دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یو یوناما د اسلامي امارت له واکمنېد وروسته دغه هېواد کې د بشر حقونو وضعیت په اړه نن خپل کلنی راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو راپدېخوا په ترهګریزو بریدونو کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوي دي.

یوناما په خپل کلني راپور کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې موده کې جوړ شوی، همداراز ویل شوي چې په تېرو لسو میاشتو کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري د ټول‌بښنې سربېره بیا هم دغه موده کې د ۱۶۰ خپل‌سریو وژنو او ۱۷۸ خپل‌سریو ناقانوني نیونو پېښې ثبت شوي دي.

په ورته مهال افغانستان کې د ملګرو‌ملتونو سیاسي استازولي یا (یوناما) سرپرست مارکس پوټزل افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د یوناما کلنۍ راپور وړاندې کولو پرمهال کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دغه هېواد کې یې د بشري او ښځو حقونو وضعیت په اړه د اسلامي امارت سرپرست حکومت سره خپلې اندېښنې او مشورې هم شریکې کړې دي.

پوټزل همداراز زیاته کړې چې دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. مارکس پوټزل له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په دې سختو شرایطو کې افغانان هېر نه کړي او په وینا یې، دغه هېواد سره لا ډېرې مرستې وکړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي سرپرست مارکس پوټزل ټينګار وکړ چې نړیوال بندیزونه باید د افغانانو پر ژوند منفي اغېز ونه کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه افغانستان کې د بشري‌ حقونو نقض په اړه د یوناما کلني راپور په اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام