Asset 1SWN

امریکا د افغانستان د ولسي جرګې پر پخواني رییس او د هغه پر زوی بندیزونه ولګول

رحمانی

د امریکا د خزانې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د ولسي جرګې پر پخواني رییس میررحمان رحماني او د هغه پر زوی او د ولسي جرګې پخواني غړي اجمل رحماني یې د ډېر فساد له کبله بندیزونه لګولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د خزانې وزارت پر رحماني او د هغه پر زوی د لګېدلیو بندیزونو لامل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا په دولتي قراردادونو کې د میلیونونه ډالرو غلا بللې ده.

دغه وزارت زیاته کړې چې میررحمان رحماني او د هغه د زوی اجمل رحماني ته اړوند افغاني شرکت دغه غلا د افغانستان د تېر حکومت پر مهال کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې لیکل شوي: «د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د دولت پر دوو پخوانيو چارواکو‌-‌میررحمان رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني بندیزونه لګولي دي. رحماني – په نړیوال فساد کې د پراخ لاس لرلو له کبله او همدارنګه ۴۴ نور اړوند شرکتونه په دغو بندیزونو کې شامل دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د امریکا د خزانې وزیر دوه ورځې وړاندې د بشري حقونو د نقض له امله د اسلامي امارت د سرپرست حکومت پر دوو چارواکو هم بندیزونه ولګول چې د امریکا دغه اقدام د اسلامي امارت غبرګون هم له ځانه سره درلود.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام