د ولسي جرګې د رییس میررحمان رحماني په مشري د سولې کمېسیون پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د لنډمهال حکومت طرحه ورته رسېدلې ده.

نوموړي وویل، که څه هم په یاده طرحه کې ډېرې ستونزې شته، خو په وینا یې، د نظام ملاتړ په‌کې شوی او دوی هم ملاتړ کوي.

د رحماني دا څرګندونې د ولسي جرګې د غړیو له توند غبرګون سره مخ شوې او وکیلان یې پر دوو ډلو ووېشل.

د ولسي جرګې غړې مریم سما د دې جرګې د نن ورځې په عموم:ي غونډه کې وویل، خلک د لنډمهالي حکومت ترخه تجربه لري او اوسنی نظام د لسګونو زرو افغان ځواکونو په وینه ترلاسه شوی دی.

اغلې سما رحماني ته په خطاب کې وویل، که پر دغه ستر ارزښت نه پوهېږي، ښه به وي چې له دغه مهم موقف نه استعفا وکړي.

خو د ولسي جرګې یو بل غړی خان‌اغا رضايي وايي، د څو کسانو د موقف ساتلو لپاره باید د خلکو له ادرسه د سولې پروسه له خنډ سره مخامخ نه شي او په وینا یې، هره ورځ له ۵۰ تر ۷۰ سرتېرو پورې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې باید دا وضعیت بدل شي.

د ولسي جرګې ريیس میررحمان رحماني د دې جرګې د غړیو غبرګون او پوښتونو ته په ځواب کې وویل چې خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

د نوموړي په وینا، د لنډمهالي حکومت له طرحې نه یې د نظام او ملي شورا د ساتنې له کبله ملاتړ کړی او په هغې کې یې شته ستونزو ته هم اشاره کړې ده.

ټاکل شوې د ولسي جرګې د سولې کمېسیون چې تازه جوړ شوی، په نږدې راتلونکي کې د ملي روغې جوړې عالي شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د سولې مرکچي پلاوي سره په دوحه کې د خبرو د ځنډ او د سولې روانې پروسې په اړه خبرې وکړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام