د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډه کې د رسنیزو  شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون د بېرته فعالېدو خبر ورکړ.

غونډې ته د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین ذبېح‌الله مجاهد وویل چې د دغه کمېسیون کار بشپړ شوی او ډېر ژر به یې جوړښت هم اعلان شي.

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د اعلامیې په خپرولو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه ګام هرکلی کړی او هغه یې د افغانستان د رسنیزې ټولنې او خبریالانو لپاره یو ښه ګام بللی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو په اعلامیه کې ویل شوي، سره له دې چې د خبریالانو او رسنیو ۱۰ بنسټونه د دغه فدراسیون غړیتوب لري، خو د دې موضوع په اړه خبر نه دي. په اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون تر دې مخکې څو ځله د خبري غونډو او مطبوعاتي اعلامیو له لارې د دغه کمېسیون پر جوړېدو ټینګار کړی، خو بیا هم د دغه فدراسیون غړو سره مشوره نه ده شوې.

د اعلامیې پر بنسټ، د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون باید په بشپړ ډول خپلواک وي او غړي یې هم باید مسلکي، پر حقوقي چارو پوه کسان وي او دغه‌راز، د رسنیو په برخه کې فعالیت کړی وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه‌راز، په اعلامیه کې راغلي، دغه فدراسیون په دې باور دی، د دغه کمېسیون فعالیت به هغه مهال ګټور وي چې «په خپلواک، مسلکي او بشپړ شفافیت سره فعالیت وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت حکومت له واکمنېدو وروسته یوشمېر خبریالان ونیول شول او ځینې شکنجه شوي هم دي چې د افغانستان د رسنیزې ټولنې له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام