پر ښځو د محدودیتونو د لګولو پر دوام د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت تصویري رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو لپاره تازه سپارښتنه کړې ده.

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر سلام‌وطندار ته وايي، د حجاب مراعتول قطعي حکم دی او ټولې افغان ښځې باید دغه مهم حکم ته پام ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل، د خپرونو وړاندې کولو پرمهال د مخ پوښلو سپارښتنه د دې لپاره شوې، څو حجاب دود شي او د ټلوېزیونونو ویاندویانې د ښځو لپاره الګو واوسي. د هغه په وینا، ټولې رسنۍ د دغه فرمان په عملي کولو مکلفې دي.

نوموړي وویل: «رسنۍ د منبر حیثیت لري، که چېرته د شرعي احکامو د تثبیت په اړه رسنۍ کار وکړي د یوه منبر په څېر دی. له همدې امله رسنیو ته ویل شوي چې ښځينه ویاندویانې یې باید حجاب مراعت کړي، ځکه خلک ترې زده‌کړه کوي چې حجاب همدا دی.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد کابل کې د یوې غونډې پرمهال د ټولو ښځو له‌خوا د حجاب پر مراعتولو ټینګار کوي.

په همدې حال کې د طلوع‌نیوز خصوصي ټلوېزیون  پر ټویټر لیکلي چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو استازیو موبي‌ګروپ ته د دغه حکم د اعلان پرمهال ویلي چې دا فرمان «قطعي» دی او د «بحث» وړ نه دی.

د یوې ټلوېزیوني رسنۍ د خپرونو وړاندې کوونکې یلدا علي پر خپل انسټاګرام لیکلي، تر دې وروسته مجبوره ده چې د ماسک په اغوستو د ټلوېزیون په پرده راڅرګنده شي.

په ورته وخت کې پرون پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې په‌کې ښکاري، هغو زده‌کړیالانو چې رنګه پړوني یې اغوښتي، پوهنتون ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي.

د ښوونې او روزنې پوهنتون زده‌کړیالانو سلام‌وطندار ته وویل، د تورو جامو څادر اغوستو سپارښتنه څو میاشتې وړاندې صادره شوې او دوی څخه په جدي ډول غوښتل شوي چې دغو ټکو ته پام وکړي.

له دې سره، د ښځو حقونو فعالان پر مېرمنو د سختو قوانینو لګولو څخه اندېښنه ښيي او وايي، د ټلوېزیوني خپرونې وړاندې کولو پرمهال د مخ پټولو سپارښتنه او د رنګه پړونو د اغوستو له امله زده‌کړیالانو ته پوهنتون ته د ننوتو اجازې نه ورکول، منفي پایلې لري او ټولنې څخه به د هغوی د لرې کولو لامل شي.

د ښځو حجاب په اړه د اسلامي امارت فرمان د ټولنیزو شبکو د کاروونکو غبرګونونه هم راپورته کړي دي.ځینو د اسلامي امارت پر کړنو نیوکه کړې او دغه حکم یې د افراطیت تحمیل ګڼلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده، چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګول شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام