د ایران سپاهپاسداران خبرداری ورکړی چې که ایراني بېړۍ په نښه شي، منځني ځتیځ کې به په امریکايي اډو برید وکړي.
د راپورونو پراساس، د سپاهپاسداران سمندري ځواکونو ویلي: «د ایران د نفتوړونکو او سوداګریزو بېړیو پر وړاندې هر ډول تعرض به سیمه کې د امریکا پر یوه مرکز او د دښمن پر بېړیو سخت برید ته زمینه برابره کړي.»
د یادونې ده چې ایراني چارواکو تېره اونۍ ادعا کړې وه چې د امریکا پوځ اوربند نقض کړی او ایراني بېړۍ او ملکي سیمې یې په نښه کړي.
د ایران وسلهوالو ځواکونو یې په غبرګون کې د هرمز تنګي ختیځ او د چابهار بندر سوېل کې د امریکا پر پوځي بېړیو بریدونه کړي وو.