Asset 1SWN

سلام وطندار

خيبرپښتونخوا کې چاودنې ۳ پاکستاني پولیس وژلي

پاکستاني پوځ برید چاودنه

خیبرپښتونخوا ایالت کې تېره شپه د یوې چاودنې له امله ۳ پاکستاني پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د راپورونو پر اساس، چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او بریدګر د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو ښار د پولیسو یوه پوسته په نښه کړې.

د راپور له مخې، وسله‌وال کسان له چاودنې وروسته پوستې ته ننوتلي او امکان لري چې هلته مېشت له ۱۵ څخه ډېر نور سرتېري هم وژل شوي وي.

رويټرز خبري اژانس د پوليسو د يوه چارواکي په خبره ویلي، وسله‌والو هڅه کوله چې له چاودېدونکو ډک موټر د پوليسو مرکز ته دننه کړي چې پوليسو پرې ډزې وکړې.

نوموړی وايي د پوليسو پوسته په بشپړه توګه ويجاړه شوې او ګڼو کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو وېره ده.

تراوسه د دغه برید مسوولې کومې ډلې نه دی منلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام