د سعودي عربستان ارامکو شرکت ویلي چې د ۲۰۲۶ کال لومړۍ ربع کې یې تر ۳۲ میلیاردو ډالرو ډېره ګټه ترلاسه کړې.
د راپورونو پراساس، د سعودي دغه نفتي شرکت ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې خالصه ګټه ۱۲۰.۱۳ میلیارد ریال «۳۲.۵» میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې د ۹۵.۶۸ میلیارد ریال «۲۵.۴» میلیارد ډالرو په پرتله ۲۵.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، د شرکت پلور هم لوړ شوی او ۱۱۴.۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دغه شمېر تېر کال ۱۰۷.۶ میلیارد ډالر وو.
ارامکو همداراز ویلي، د شرکت د مالي وضعیت ښهوالی تر ډېره د پلور د زیاتوالي له امله رامنځته شویدی.
د ارامکو اجرایوي مشر امین ناصر په یوه اعلامیه کې ویلي: «زموږ د ختیځ ـ لوېدیځ نللیکه چې د ورځې ۷ میلیون بېرله د تېلو د لېږد اعظمي ظرفیت ته رسېدلې، ثابته کړې چې د انرژۍ رسولو یوه مهم شریان دی. دې نللیکې د نړیوالې انرژۍ د بحران د اغېزو په کمولو کې مرسته کړې او هغو پېرېدونکو ته یې اسانتیا برابره کړې چې د هرمز تنګي د لېږد محدودیتونو اغېزمن کړي.»
اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې: «وروستیو پېښو وښوده چې نفت او ګاز د انرژۍ د خوندیتوب او نړیوال اقتصاد لپاره څومره حیاتي رول لري او دا یو روښانه یادونه ده چې د باور وړ انرژۍ رسونه څومره مهمه ده.»