د طلوعنیوز خصوصي ټلویزیوني شبکې دوه خبریالان عمران دانش او منصور نیازی کابل ښار کې نیول شوي.
دغې شبکې دا نه ده روښانه کړې چې دغه دوه تنه په څه دلیل او د چا یا کوم بنسټ له لوري نیول شوي.
خو زیاته کړې چې امنیتي مسوولانو ورته ویلي، له قانوني پړاوونو وروسته به جزییات شریک کړي.
د یادونې ده چې تېرو څو کلونو کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کار کوونکي د اسلامي امارت له لوري نیول شوي او تر څه مودې بند وروسته بیرته خوشې شوي، خو یو شمېر یې اوس هم په بند کې دي.