د لویي څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي سلاموطندار ته وايي، په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۱ پېښو په تړاو يې ۴۶ تورن کسان نیولي چې نغدي جریمه، تر شلو کلونو بند او ځینې يې په اعدام هم محکوم شوي دي.
د رسولي په وینا، یاد کسان د قتل، ترور، وهلو ټکولو، د مالونو په غصب، سپکاوي او بدنامولو په بېلابېلو جرمونو نیول شوي او ټولې هغه پېښې چې لویې څارنوالۍ ته د خبریالانو په اړوند رسېدلي، څېړل شوي.
له بلې خوا د لویې څارنوالۍ ریيس فرید حمیدي ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې وویل چې په ۱۳۹۹ کال کې تر اوسه پورې تر ۴۰ زره پېښې څېړل شوي دي.
د حمیدي په خبره، په یادو پېښو کې ۲۶۶ د لویو جرمونو او اداري فساد، ۱۵۲۵ پېښې عادي جرایم او اداري فساد، ۲۹۹۰ پېښې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ، ۶۳۹۵ د کورني او بهرني امنیت جرمونه، ۴۳۱۸ پېښې د قاچاق او د نشهيي توکيو څخه د ګټې اخیستنې دي چې ټولې يې څېړل شوي دي.
همداراز ۲۴۶۴ د عسکري جرمونو پېښې او ۲۲۲۸۷ پېښې چې جنايي جرمونه هم پهکې شامل دي هغه دي چې په ۱۳۹۹ کال کې د لويې څارنوالۍ له لوري څېړل شوي او رسېدنه ورته شوې ده.