له خنډ او ځنډ سره د سولې خبرو د مخامخ کېدو احتمال

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک د بیا ارزونې او له القاعده شبکې سره د طالب ډلې د اړیکو لرلو په اړه د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر تر څرګندونو وروسته، تازه د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي چې په افغانستان او عراق کې به د خپلو ځواکونو پر کمېدو او حضور بیاکتنه وکړي.

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۱ پېښو په تړاو ۴۶ کسان نیول شوي

د لویي څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي سلام‌وطندار ته وايي، په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۱ پېښو په تړاو يې ۴۶ تورن کسان نیولي چې نغدي جریمه، تر شلو کلونو بند او ځینې يې په اعدام هم محکوم شوي دي.

د غور په ۲ ولسواليو کې طالبانو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستو د وېش مخه نيولې

د غور د شهرک و تولک ولسواليو مسوولان وايي، يوه اوونۍ کېږي چې په يادو دوو ولسواليو کې طالبانو د ملي دسترخوان پروګرام د مرستې د وېش مخه نيولې ده او نه پرې‌ږدي چې دغه مرستې ووېشل شي.

د دوی په وينا، طالبانو دغه کار د پاکستان د کوټې شورا په لارښوونه کړی او همداراز يې د ملي دسترخوان د پروګرام د مرستو وېشونکيو ته يې خبرداری ورکړی که چېرې دغه مرستې ووېشي، وبه يې وژني.

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې يو کس مړ کړی

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې په هېواد کې يو کس مړ کړی دی کسان مړه کړي او ۴۸ نور پرې اخته شوي دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۹۶ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

«افغانستان په نړۍ کې دولسم فاسد هېواد دی»

د روڼتیا نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې دولسم فاسد هېواد دی.
د دغه سازمان په کلني راپور کې چې نن یې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو د فساد په اړه خپور کړی، لیکل شوي چې افغانستان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې له ۱۰۰ امتیازونو نه ۱۹ امتیازونه خپل کړي او ۱۶۵ ځای یې نیولی دی.

جوزجان کې «د ښځینه‌وو فېټنس» کلپ پرانېستل شو

په جوزجان کې د «د ښځینه‌وو فېټنس» کلپ مسوولان وايي چې دغه کلپ یې په دغه ولایت کې سپورټ ته د ښځینه‌وو د هڅونې په موخه جوړ کړی دی.
د دغه کلپ روزونکې زهره یولچي وايي، یاد کلپ یې چې د سپورټ پر لازمو وسایلو او تجهیزاتو سمبال دی، په یوه مناسب ځای کې جوړ کړی او هره ورځ ۱۸۰ ښځې او نجونې په‌کې سپورټ کوي.

د سولې خبرو ترڅنګ هم‌مهاله د تاوتریخوالي دوام د منلو نه دی

د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي د سولې خبرو ترڅنګ هم‌مهاله د تاوتریخوالي دوام د منلو نه دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررييس محمد اشرف غني پرون ماښام د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.