په جوزجان کې د «د ښځینه‌وو فېټنس» کلپ مسوولان وايي چې دغه کلپ یې په دغه ولایت کې سپورټ ته د ښځینه‌وو د هڅونې په موخه جوړ کړی دی.

د دغه کلپ روزونکې زهره یولچي وايي، یاد کلپ یې چې د سپورټ پر لازمو وسایلو او تجهیزاتو سمبال دی، په یوه مناسب ځای کې جوړ کړی او هره ورځ ۱۸۰ ښځې او نجونې په‌کې سپورټ کوي.

د هغې په وینا، د دغه کلپ پر جوړولو یې یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ لګولې دي.

زهره یولچي د ښځینه‌وو لپاره د فېټنس سپورټ پرمختګ یوه مهمه اړتیا بولي او وايي، سپورټ ته د ښځینه‌وو د هڅونې په موخه به دا ډول فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د جوزجان یوشمېر ښځې د دغه کلپ د پرانېستلو هرکلی کوي او له نورو ښځو او نجونو غواړي چې د سپورټ په برخه کې له دغه فرصت نه سمه ګټه واخلي.

په جوزجان کې د ښځو برخې فعالانې نیلا صادق اوغلو او مغفرت صمیمي وايي، سپورټ د ښځو سلامتیا تضمینوي او کورنۍ باید خپلې نجونې او ښځې سپورټ کولو ته وهڅوي.

دوی د ښځینه‌وو لپاره د فېټنس کلپ جوړول یو ښه ګام بولي او وايي، د ښځینه‌وو د سپورټ په برخه کې دې د نورو اسانتیاوو برابرولو لپاره نور ګامونه هم اوچت شي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام