له هغه وروسته چې اسلامي امارت په ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو کار وځنډاوه، په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه را وپارېدل.
په دې لړ کې د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي هېوادونو، د بښنې نړیوال سازمان او یوشمېر نورو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو د اسلامي امارت دا پرېکړه په سختو ټکو وغندله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی د ښځینهوو پر کار بندیز د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځینهوو حقونو ښکاره نقض وباله او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي امارت دا پرېکړه به ناوړه پایلې ولري.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر د اسلامي امارت د دې پرېکړې په غبرګون کې پر خپل ټویټر ولیکل: «زه له افغانستان سره د یوه ستر بشردوستانه مرستندویه هېواد په استازولۍ احساس لرم او ځان ته دا حق ورکوم چې طالبان څرنګه غواړي چې د ښځو او ماشومانو د لوږې مخه ونیسي، البته چې ښځې نورو ښځو او ماشومانو ته د مرستو د وېش اجازه ونه لري.»
کرن ډېکر وړاندې د اقتصاد وزارت سرپرست ته په خطاب کې لیکلي: «دا پرېکړه د د قاري دینمحمد حنیف ده. زه هغه مسوول ګڼم.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد د نړیوالې ټولنې، په تېره د امریکا د شارژدافیرې د غبرګون پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
هغه پر خپل ټویټر د کرن ډېکر د ټویټ تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې افغانستان کې ټولې فعالې موسسې زموږ د قوانینو او فرمانونو پر په پام کې نیولو مکلفې دي.
مجاهد امریکايي چارواکو ته په خطاب کې ویلي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې د بشري مرستو په نوم د اسلامي امارت د پرېکړو او مشرانو په اړه بېمسوولیته څرګندونې یا ګواښ وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې اقتصاد وزارت پرون په یوه مکتوب کې له ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو وغوښتل چې تر بل امر پورې د ښځینه کارکوونکو کار وځنډوي.
په دغه مکتوب کې خبرداری ورکړی شوی، که کومې موسسې په دې اړه ناغېړي وکړه، دغه وزارت به یې جواز لغوه کړي.
د یادونې ده چې اسلامي امارت تر دې څو ورځې وړاندې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او موسسو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.