د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د یوه حکومت تر چتر لاندې د دغه هېواد یو موټي کول ناشوني دی، غبرګون ښودلی او هغه یې درواغ بللي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «په دې کې شک نشته چې افغانان د یرغلګرو د یرغل لاندې یو نه دي پاتې شوي، بلکې د ملت یوه لویه برخه د یرغلګرو پر وړاندې درېدلې او مبارزه یې ورسره کړې ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي، د بایډن دا خبره چې افغانستان د امپراطوریو هدیره ده، په خپله د افغانانو د یووالي ښکارندوینه کوي. نوموړي ټينګار کړی چې وېشلي ملتونه نه، بلکې یوازې متحد ملتونه کولای شي، د «سترو یرغلګرو» او «امپراطوریو» د زوال سبب وګرځي.

عبدالقهار بلخي همداراز ادعا کړې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته او د اسلامي امار په راتګ سره هېواد کې هر اړخیز امنیت ټينګ دی، یو مرکزي واحد نظام یې جوړ او خلک یې متحد کړي دي.

د نوموړي په وینا، نفاق بهرنۍ پدیده «ښکارنده» ده چې «یرغلګرو» د خپل پایښت لپاره لمن ورته ته وهلې، خو افغانانو د ګډې اسلامي عقیدې، ګډ وطن او ګډو تاریخي ویاړونو پر مټ هغوی ته ماته ورکړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې جو بایډن په یوې خبري ناسته کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو له پرېکړې یوځل بیا دفاع کړې او ویلي و چې افغانستان د امپراطوریو هدیره ده. د بایډن په وینا د یوه واحد دولت لاندې د افغانستان متحد کول، ناشونې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام