Asset 1SWN

امیرخان متقي: افغانستان کې د شته ستونزو عاملان «بهرنیان» دي

Amirkhan-Muttaqi-122-q0p59516vwuur1lgqyepqd5j6c7rkt6m6k3s1spe2w

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي څو ورځې وړاندې د دغه وزارت پر کارکوونکو د شوي برید قربانیانو د فاتحې په مراسمو کې وویل چې افغانستان کې د ټولو شته ستونزو عاملان «بهرنیان او یرغلګر» دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړې: «هر ځای بې‌غمي او آرامي ده. شپه او ورځ لارې پرانېستې دي. دا شته ستونزې د هغو ظالمانو یرغلګرو له لاسه دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې خلک وژل. هغه مهال یې په باروتو، بمونو او الوتکو وژل، اوس یې په لوږه وژني. ایا په ټول افغانستان کې څوک بې‌دینۍ ته څوک وربولي؟ نه زنا شته، نه بهرنیان، نه اشغال، نه شراب، نه الحاد او نه کفر شته، جګړه د څه لپاره؟»

په همدې حال کې د پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو شنونکی سیدشفیق‌الله سادات وايي، که څه هم په هر هېواد کې د نظم او امنیت ټینګښت د دولتونو دنده ده، خو په افغانستان کې د اسلامي امارت ترڅنګ، امریکا او نړیواله ټولنه هم د اوسني وضیعت عاملان دي. د نوموړي په وینا، اسلامي امارت هم خپل مسوولیت په ښه توګه نه‌دی ادا کړی.

بله‌خوا سیاسي فعال جمعه‌خان پویا وايي، په افغانستان کې د حکومتونو یو فرهنګ دا دی چې تل د شته ستونزو پړه پر نورو وراچوي او سرچینه یې له بهره ګڼي. هغه ټینګار کوي چې اسلامي امارت د خلکو د امنیت خوندیتوب او نورو امکاناتو برابرولو مسوولیت لري او په‌کار ده چې لپاره یې کار وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سره له دې چې افغانستان له ډېرو کلونو راهیسې په سیمه کې یو بې‌وزله هېواد دی، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د بې‌وزلۍ لمنه نوره هم پراخه شوې ده. د جمهوریت په وروستیو کې ۹۱ افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه، خو اوس دا کچه ۹۷ سلنې ته رسېدلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام