Asset 1SWN

ایران ۲۶۸ افغان بندیان اسلامي امارت ته سپارلي

IMG-20230306-WA0014-q34l3v6ggr4jju0hmbsp0rq37qx71yjv9z5zizyweg

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، له ایراني چارواکو سره د خبرواترو په پایله کې نن د ایران له لوري ۲۶۸ افغان بندیان په اسلام‌کلا کې اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا په ایران کې د افغانستان سفارت سرپرست فضل‌محمد حقاني وايي، ټاکل شوې اسلامي امارت ته د ایران له لوري د ۱۷۲۸ افغان بندیانو لړۍ د روانې اوونۍ تر پنجشنبې پورې دوام وکړي. د هغه په وینا، ۲۶۸ یې نن افغانستان ته ورسېدل.

په همدې حال کې د ایران له لوري اسلامي امارت ته یوشمېر سپارل شوي بندیان د ایران په بندخونو کې د افغان بندیانو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، نږدې ۶۰۰۰ افغانان په ایران کې بندیان دي او له سخت وضعیت سره مخامخ دي.

یو خوشې شوی افغان بندي محمود رحمتي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې ایران کې د اعدام پر سزا د محکومو افغانانو د را خوشې کولو لپاره هڅې وکړي.

جمشېد امیري چې تر دې مخکې په ایران کې بندي و، له اسلامي امارت څخه غواړي چې ویې بښي. هغه وايي: «موږ د ایران په بندخونو کې له ډېر تاوتریخوالي سره مخامخ شوي یوو او موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې زموږ ګناه وبښي.»

بله‌خوا د سیاسي چارو شنونکي وايي چې ایران خپلو سیاسي او امنیتي موخو او ګټو ته د رسېدو په موخه له اسلامي امارت سره تعامل ته اړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکی محمدماهر صادق وايي: «ایران په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي ګټو د خوندیتوب لپاره اړ دی چې له اسلامي امارت سره معامله وکړي او ا.ا ته د بندیانو سپارل یو ښه ګام دی.»

د یادونې ده چې اوس له درې میلیونه ډېر افغان کډوال په ایران کې اوسېږي او وخت‌ناوخت له فزیکي او اروايي تاوتریخوالي سره هم مخامخ کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام