له نجونو پرته د تحصیلي کال پیلېدل؛ نجونو د اعتراض په توګه د پوهنتون مخې ته کتابونه ولوستل

نوی تحصیلي کال نن، د کب میاشتې په ۱۵مه د هېواد په سړو «سردسیرو» ولایتونو کې پیل شو. په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې له افغان نجونو پرته د هېواد په پوهنتونونو کې تحصیلي کال پیلېږي. د کابل پوهنتون زده‌کړیاله سمیرا عباسي وايي، خواشینې ده چې سږنی تحصیلي کال له دوی پرته پیلېږي.

بلوچستان کې ځانمرګی برید؛ نهه پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په اړوند سیمه کې د پولیسو پر موټر د ځانمرګي برید له کبله نهه پولیس سرتیري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

برید نن دوشنبه د کب ۱۵مه د بلوچستان ایالت د کچي ولسوالي کنبري پُل سره نږدې شوی دی. په ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.

پاسپورټ ریاست کې له بې‌‌نوبتۍ د خلکو شکایت؛ مسوولان: صبر ولرئ

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره یې یو کال وړاندې په انلاین بڼه نوملیکنه کړې، خو تراوسه د پاسپورټ اخیستو د چارو مخې ته وړو لپاره دغه ریاست ته نه دي ورغوښتل شوي. د دوی په وینا، پاسپورټ ته سخته اړتیا لري او نه پوهېږي خپله ستونزه چا ته ورسوي. دوی له اړوند مسوولانو د ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د کابل له بېلابېلو سیمو تراوسه څه باندې ۲۹۰۰۰ سوالګر ټول شوي

د سوالګرو راټولولو کمېټه وايي چې د کابل له بېلابېلو سیمو څخه یې د ښځو او ماشومان په ګډون څه باندې ۲۹۰۰۰ سوالګر راټول کړي ډي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه د کب ۱۵مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کب تر ۱۴مې نېټې پورې ۲۹۴۰۳ سوالګر ټول کړي دي.

د هلمند اوسېدونکي: حقوقي دعوې مو پر وخت نه حل کېږي

د هلمند یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت د مسوولانو له لوري یې حقوقي دعوې پر ټاکلي وخت نه حل کېږي.

د یاد ولایت د نوزاد ولسوالي اوسېدونکی عطاالله سلام‌وطندار ته وايي، نږدې یو کال کېږي چې حقوقي دعوه لري، خو له یوې ادارې بلې ته لېږدول کېږي او ستونزې ته یې رسېدنه نه ده شوې.