Asset 1SWN

له نجونو پرته د تحصیلي کال پیلېدل؛ نجونو د اعتراض په توګه د پوهنتون مخې ته کتابونه ولوستل

ااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااا

نوی تحصیلي کال نن، د کب میاشتې په ۱۵مه د هېواد په سړو «سردسیرو» ولایتونو کې پیل شو. په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې له افغان نجونو پرته د هېواد په پوهنتونونو کې تحصیلي کال پیلېږي.

په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له لوري پر نجونو د زده‌کړو لګېدلی لنډمهالی بندیز هم په ځلونو غندلی او بېلابېلې لارې یې کارولي، څو پر ا.ا فشار راوړي، خو ښکاري چې تر اوسه یې د ا.ا د چارواکو پر دریځ اغېز نه‌دی کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي یوه زده‌کړیاله سمیرا عباسي وايي، خواشینې ده چې اسلامي امارت د نوي تحصیلي کال د پیل په تازه پرېکړه کې د دوی د ټولګیو پرانېستلو په اړه هېڅ یادونه نه‌ده کړې.

هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې ژرترژره د دوی پر مخ هم د پوهنتونونو دروازې پرانېزي، څو د خپلو ورونو تر څنګ، دوی هم د زده‌کړو حق ته لاسرسی ومومي.

بله‌خوا د کابل پوهنتون یوشمېر ښځینه محصلانو چې نن د اعتراض په توګه د پوهنتون مخې ته را ټولې شوې وې او کتابونه یې لوستل، له حکومت څخه غوښتنه وکړه، څو د هلکانو تر څنګ، دوی ته هم پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړي.

د اسلامي امارت ځواکونو دا محصلانې له لږ ځنډ وروسته سره وپاشلې او د هغوی د اعتراض مخه یې ونیوله. د کابل پوهنتون محصله او د دغه لاریون ګډونواله لیلما استانه وايي:

«موږ د کابل پوهنتون دروازې ته نږدې کېناستو او خپل کتابونه مو لوستل. د تصویر او ویډیو اجازه مو نه لرله. د اسلامي امارت د ځواکونو له غبرګون سره مخ شوو. ان زموږ ټیلیفونونه یې وکتل چې تصویر یا ویډیو مو نه وي اخیستې.»

د دې ترڅنګ، یوشمېر ښځینه زده‌کړیالانو په یوه پرانېستي لیک کې د پوهنتونونو له استادانو او نارینه زده‌کړیالانو غوښتي، څو نجونو ته د زده‌کړو اجازې تر نه ورکولو پورې پوهنتونونو ته ولاړ نه‌شي.

په همدې حال کې د افغانستان د پخواني اسلامي جمهوریت پر مهال د لوړو زده‌کړو وزارت وزیر عباس بصیر د اسلامي امارت دا پرېکړه د بشري حقونو پر وړاندې بولي. هغه سلام‌وطندار ته ویلي: «دا د بشر پر وړاندې اقدام دی چې افغانې نجونې او ښځې له خپلو لومړنیو حقونو محروموي او همدارنګه یو غیراسلامي اقدام دی.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

که څه هم موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت د ویندویانو، په تېره د لوړو زده‌کړو وزارت هم ولرو، خو هغوی د دغه راپور تر لیکلو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

اسلامي امارت د روان هجري لمریز کال په لیندۍ میاشت کې پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز ولګاوه چې دې پرېکړې یې پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه را وپارول. اوس چې له دې پرېکړې څو میاشتې تېرېږي، لا هم د نجونو زده‌کړیالانو د زده‌کړو برخلیک نه‌دی روښانه شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام