Asset 1SWN

نجونې زده‌کوونکې: خپلې تحصیلي راتلونکې ته ناهیلې یوو

7784

له شپږم ټولګي پورته یوشمېر نجونې زده‌کوونکې د زده‌کړو د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، خپلې تحصیلي راتلونکې ته ناهیلې شوي دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، تمه یې لرله چې بېلابېلو څانګو کې لوړې زده‌کړې وکړي، خو د هغوی پرمخ د پوهنتونونو تړل کېدو او د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې څخه د نجونو راګرځولو اندېښمنې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صالحه چې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده، وايي، څو کاله وړاندې دایکندي څخه کابل ته راغلې او سختې ورځې یې زغملي، څو د طب برخه کې لوړې زده‌کړې وکړي، خو د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینه کې د نجونو پر نوملیکنې بندیز، هغه پوهنتون ته بریالۍ کېدو څخه ناهیلې کړې ده.

نوموړې وویل: «له دایکندي کابل ته راغلې یم او سختې ورځې مې تېرې کړې دي، غوښتل مې طب کې لوړې زده‌کړې وکړم، خو د لوړو زده‌کړو وزارت نجونو کانکور کې له نوملیکنې محرومې کړې دي.»

په ورته مهال د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې مسوولان وايي، د کانکور ازموینه کې د نجونو نه‌ګډون لامل کېږي چې یوشمېر پوهنتونونه خپل فعالیتونه وځنډوي.

د خصوصي پوهنتونونو او موسسو اتحادیه اقتصادي وضعیت څخه اندېښنه ښيي او وايي، د نجونو پرمخ د پوهنتونونو تړل کېدل لامل شوي چې زیاتره پوهنتونونه له مالي اړخه ستونزو سره مخ شي.

د خصوصي پوهنتونونو او موسسو د ټولنې ویاند کریم ناصري وویل: «د لوړو زده‌کړو وزارت وروستۍ خبرپاڼه به تر ډېره د پوهنتونونو دروازې وتړي او خپلې پانګې به له هېواده بهر وباسي.»

د لوړو زده‌کړو وزارت په تازه‌ګۍ سره یوه سپارښتنه کې له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو څخه غوښتي چې د نجونو زده‌کړیالانو له پسرلنۍ ازموینې اخیستو او د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینه کې د نجونو نوملیکنې څخه ډډه وکړي.

د دغه وزارت ویاند ضیاالله هاشمي وویل: «د لوړو زده‌کړو خصوصي پوهنتونونه او موسسې باید پسرلنیو ازموینو کې د نجونو نوملیکنه ونه‌کړي او ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې ته د نجونو نوملیکنه تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې ده.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال د تلې میاشتې په ۲۹مه پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه او د اسلامي امارت دغې پرېکړې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه وپارول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام